په دیر میدان کې د لسګونو زرو خلکو احتجاجي لاریون

د خیبر پښتونخوا د دیر په میدان کې زرګونو خلکو نن د بدامنۍ، هدفي وژنو او د پوځي عملیاتو پر ضد ستر ولسي پاڅون وکړ. له سیمې بېلابېلو برخو ته راغلي خلکو د “امن غواړو!” او “پوځي عملیات نه منو!” شعارونه ورکول او د خپلو وژل شوو عزیزانو انځورونه یې په لاسونو کې نیولي وو.د لاریون تنظیموونکي وايي، دا ولسي حرکت د وروستیو وسلهوالو بریدونو، هدفي وژنو او پوځي عملیاتو ته یو څرګند غبرګون دی. د هغوی په وینا، په تېرو څو میاشتو کې سیمه له پراخو ناامنۍ او تاوتریخوالي سره مخ شوې، خو حکومت د امنیت د ټینګښت په برخه کې په بشپړه توګه پاتې راغلی دی.د مظاهرهچیانو په خبره، دوی به تر هغه خپل غږ اوچت ساتي چې په سیمه کې دایمي امنیت ټینګ نه شي او د ولس غوښتنې عملي نه شي









