د جرمني سفیر ګریف لېمسډروف، چې دا مهال په مسکو کې دنده ترسره کوي، په یوه مرکه کې وویل چې برلین د طالبانو د رسمي پېژندنې نیت نه لري او دا موضوع یې تر اوسه هېڅکله د بحث لاندې نه ده راوستې.

هغه څرګنده کړه چې د جرمني دریځ روښانه او اصولي دی، او هېواد یې په دې برخه کې د روسیې له هر ډول دریځ یا اقدام سره موازي تګ ته اړتیا نه لري. لېمسډروف زیاته کړه، چې له افغانستانه د هغو کسانو ایستل، چې د جرمني قوانین یې نقض کړي، د یو تخنیکي او مشخص چوکاټ له مخې تر سره کېږي. نوموړي دا هم وویل، چې دغه تخنیکي تعامل د طالبانو د رسميت په مانا نه دی او باید له سیاسي اعتراف سره ونه تړي.









