April 30, 2026
افغانستان

ایران د افغان کډوالو د وتلو مهلت وغځاوه

‎د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خراسان رضوي د استازولۍ مشر احمد معصومي‌فر اعلان کړی چې د افغان کډوالو د وتلو مهلت د سنبلې تر ۱۵ نېټې چې د ستمبر د ۶مې نیټې سره سمون خوري غځول شوی دی. نوموړي ویلي”که له دې نېټې وروسته هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري له هیواده ونه وځي، پر دوی به د اقامت جریمه ولګول شي”. د معصومي‌فر په وینا، د دې پرېکړې د غځونې دلیل د هوا زیات تودوالی او د اړینو زیربناوو نه شتون بلل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې ایران په وروستیو میاشتو کې سلګونه زره افغان کډوال شړلي او هېواد ته ‌یې را استولي دي

Related Posts