د خېبر پښتونخوا د سوات په عزیخیل تپه کې د چالیار کلي په مدرسه کې یو قاري په وهلو وهلو خپل شاګړد قتل کړو.

سوات: د سوات د عزیخیل تپې په چالیار کلي کې یو تن د مدرسې ښونکي خپل شاګرد چې عمر یې دولس کاله اټکل کېږي دومره وهلی چې اخر ومړ. په پښتونخوا کې دا وړمبۍ پېښه نه ده. داسې په درځنونو پېښې رپورټ شوي دي چې د مدرسو قاریانو او ښوونکو په خپلو شاګردانو تشدد او یا هم جنسي تیري کړي









