د خيبر پښتونخوا حکومت د ښوونځیو د نجکارۍ پرېکړه وکړه

د خيبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی چې په صوبه کې به یو شمېر دولتي ښوونځي خصوصي سکتور ته وسپارل شي. چارواکي وايي، دا پرېکړه د ښوونیز کیفیت د لوړولو او د ادارې د ښه مدیریت په موخه شوې ده.د تعلیم وزارت یوه چارواکي رسنیو ته ویلي، هغه ښوونځي چې زدهکوونکي پکې لږ دي او یا یې د خدماتو کچه ټيټه ده، په لومړي پړاو کې د نجکارۍ (Public-Private Partnership) پروګرام کې شاملېږي.د حکومت په خبره، په دې پروسه کې به د ښوونځیو ملکیت دولتي پاتې شي، خو د چلولو او مدیریت چارې به یې خصوصي ادارې سمبالوي.د یادې پرېکړې ځینې ملاتړي وايي چې په دې سره به د ښوونځیو کیفیت ښه شي، خو منتقدین یې اندېښنه څرګندوي چې کېدای شي په لرې پرتو سیمو کې د زدهکوونکو پر تعلیم منفي اغېز ولري.حکومت ویلي، د نجکارۍ پروګرام به په څو پړاوونو کې عملي کېږي او د پایلو تر ارزونې وروسته به یې لړۍ پراخېږي









