April 30, 2026

د ډېرې مودې نه پهٔ افغانستان او پښتونخوا کې د یو داسې ډیجیټل میډیا پلېټ فارم ضرورت وو چې هغه د وطن او نړۍ پېښې په بې طرفه او ریښتینې ډول خلکو ته ورسوي. دا پلېټ فارم باید داسې یو پلېټ فارم وي چې د نړۍ د پېښو، سیاسي او اقتصادي صورتحال زمونږ په خاوره څه اغیزه کېدې شي د دې تجزیه او اثرات وسنجوي او بیله بیل خیالات د کتونکو سره شریک کړي.

په دې غرض مونږ د “اوستا” بنسټ کېښودو چې د پښتونخوا او افغانستان خلک او پهٔ خاصه توګه ځوان نسل د خپل وطن او نړۍ د ریښتيني صورتحال نه خبر شي. پهٔ داسې وخت کې چې کره معلوماتو ته لاس رسې ګران شوی دی زمونږ هڅه ده چې تاسو د نړۍ او وطن په سیاست، اقتصاد او تاریخ سره سره پهٔ ساينس او ټکنالوجۍ خبر وساتو. ستاسو د مرستې پهٔ هیله.

Related Posts